رونالډو په چمپیونز لیګ کې د خپلو ګولونو شمېر ۱۶۸ ته ورساوه، نور هم شته
محمود خان منندوی
کریسټیانو رونالډو په چمپیونز لیګ کې خپل د ګولونو شمېر 128 ته په 168 لوبو کې ورساوه. کریسټیانو رونالډو په چمپیونز لیګ کې په 1/8 پړاو کې د ریال ماډریډ سره د احتمالي مخامخ کېدو په اړه وایي: هغوی یوه قوي لوبډله ده او شخصاً زه خپله دې ته ترجیح ورکوم، چې داسي ژر ور سره مخ نه شو. زما خوښیږي چې په پایلوبه کې سره مخ شو.
په ورته وخت کې کریسټیانو رونالډو په نړۍ واله سطحه د 2019 کال غوره ګول وهوونکی انتخاب شو. دا پنځم ځل دی، چې رونالډو په نړیواله سطحه د کال د غوره ګول وهوونکې جایزه د IFFHS څخه ترلاسه کوي.
د جرمني رسنیو خبر ورکړی دی، چې ارلینګ هالنډ او وکیل یي مینو اریولا و ډورټمنډ ته نن تللي دي او د ډورټمنډ سره یي د یو ځای کېدو په اړه خبري شوي دي، چې تر خبرو وروسته و سالزبورګ ته تللي دي او د دې معنا دا کیدای شي، چې نور کلبونه یي هم د رانیولو سره علاقه لري.
زیدان: که د لیورپول سره په 1/8 پړاو کې مخامخ سو، ماته به ورکړو.
لیونل میسي د راتلونکې الکلاسیکو په اړه وایي: زه ریال ماډریډ ډېر قوي او د تل په څېر منظم وینم. الکلاسیکو یوه خاصه لوبه ده او مهمه نه ده، چې زموږ لوبډله هغه وخت ته څنګه وي، خو اوس دواړه کلبونه په ښه حالت کې دې لوبې ته رسیدلي دي.
زیدان د والنسیا او بارسلونا سره په یوه اوونۍ کې د لوبو په اړه وایي: زه اصلاً دې لوبو ته اندېښمن نه یم، ځکه پر ښه وخت د یو او بل سره مخ کېږو. اوس باید آرام وکړو او وروسته د والنسیا د لوبې په اړه فکر کوو.