ایرانیانو تر مسابقې مخکې د رونالډو خوب ورخراب کړ

تاند- تېره شپه یو شمېر ایرانیان په روسیه کې د هغه هوټل مخته راټول شول او نارې یې ووهلې چې د پرتګال د ملي لوبډلې کیپتان او تکړه ګول وهونکی لوبغاړی کریستیانو رونالډو پکې شپه تېروي.

ایرانیانو د دې لپاره چې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن /دوشنبه/ رونالډو له ایران سره ښه لوبه ونه کړای شي، د هغه د خوب د خرابولو لپاره چیغې وهلې.

ټاکل شوې ده چې نن شپه د پرتګال او ایران لوبډلې مخامخ شي.

رونالډو د خپلې خونې له کړکۍ خلکو ته سر ورښکاره کړ او له هغوی یې وغوښتل چې دی خوب ته پرېږدي.