د ایران د فوټبال فدرېشن وايي، ښځو سهواً د فوټبال د مسابقې ټکټونه اخیستي

تاند- د ایران د فوټبال فدرېشن اعلان وکړ چې ښځې نه شي کولی د دغه هیواد او سوریې د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ مسابقه په لوبغالي کې وویني.

د ایران د فوټبال فدرېشن دا اعلان وروسته له دې وکړ چې یو شمېر ایرانیانو په ټولنیزو شبکو (ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک) کې ولیکل چې ګڼ شمېر ښځو هم د تهران په (ازادي) لوبغالي کې د ایران او سوریې ترمنځ د مسابقې ټکټونه اخیستي دي.

په ایران کې پر ښځو د فوټبال د مسابقو د لیدلو بندیز دی. خو دا ځل د انلاین ټکټ اخیستو په فورمه کې د جنسیت برخه هم وه ځکه یو شمېر ښځو ټکټ واخیست.

ګڼ شمېر ښځو په دې خوښي ښکاره کړه چې د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړای شوې چې د فوټبال مسابقه وګوري.

د ښځو له خوشالۍ لا څو ساعته نه ول تېر شوي چې د ایران د فوټبال د فدرېشن ريیس وویل چې د دوی دریځ بدل شوی نه دی او ښځې لا هم د هلکانو د فوټبال مسابقه لیدلی نه شي.

دوی وايي چې ۸۰ ښځو ټکټونه اخیستي او پیسې به یې بېرته ورکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *