په ایران کې تایلنډي روزونکی د ښځو په جامه کې راووت

تاند- په ایران کې د کبډي په مسابقه کې هغه مهال جنجال رامنځته شو چې د تایلنډ د کبډۍ ټیم روزونکی د نجونو په سیالۍ کې د ښځو په جامو کې په میدان کې وپېژندل شو.

په دې مسابقو کې، چې د ایران د شمال په ګورګان ولایت کې وې، د تایلنډي نجونو لوبډلې نارینه روزونکی، په داسې حال کې چې د ایرانیو ښځو په شان ټیکری او اوږده چپنه یې اغوستي وه، د میدان په څنډه کې ولیدل شو.

د ایران د کبډي فدراسیون د سپورت له مینه والو په دې خاطر بخښنه غوښتې ده.

د تایلنډي روزونکي عکسونه د ایران په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه پیمانه خپاره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *