د افغانستان او اماراتو د ۴ ورځینۍ مسابقې دوهمه ورځ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټینیټل سیالیو په لړ کې نن له متحده عربي اماراتو سره د خپلې څلور ورځینۍ سیالۍ په دوهمه ورځ بیټنګ ته دوام ورکوي.

افغان لوبډلې پرون /چهارشنبه/ د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۲۱ منډې وکړې. نن به په ۷ لوبغاړو بیټنګ ته دوام ورکړي.

که د افغانستان ملي لوبډله دا سیالي وګټي د لویو وچو یا انترکانټینټل سیالیو د اتلولۍ کپ به خپل کړي.

پرون دوو افغان لوبغاړو سلیزې پوره کړې. احسان الله ۱۲۴ او رحمت شاه ۱۰۳ منډې وکړې. تمه ده چې نن به کیپتان اصغر ستانکزی خپلې ۶۷ منډې سلو ته ورسوي.

اماراتي لوبغاړو مخکې تر مخکې د راشد ارمان په شان له غښتلو افغان باولرانو اندېښنه ښوولې وه خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان بیټنګ هم تر باولینګ کم نه دی.

د دې سیالۍ پایلې به همدلته خپرې شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *