افغانستان په دوهمه ورځ پر اماراتو برلاسی ښکاري

تاند- د افغانستان ملي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۰ منډې وکړې او د متحده عربي امارات لوبډله یې له سخت حالت سره مخامخ کړه.

د ۵۱۰ منډو له کولو وروسته، چې درو لوبغاړو (احسان الله، رحمت شاه او اصغر ستانکزي) پکې سلیزې پوره کړې، اماراتي لوبغاړو ۱۰۰ منډې وکړې او په داسې حال کې د دې څلور ورځینۍ انترکانټینینټل جام دوهمه ورځ پوره شوه چې اماراتي ټیم ۵ لوبغاړي وبایلل.

راشد ارمان، چې اماراتي لوبغاړو مخکې تر مخکې ورڅخه وېره ښکاره کړې وه، ۳ اماراتي لوبغاړي وسوځول.

د اماراتو لومړی لوبغاړی یامین احمدزي، دوهم دولت ځدراڼ وسوځاوه.

په نننۍ مسابقه کې امپایر لږترلږه د دوو اماراتي لوبغاړو پر سوځېدو سترګې پټې کړې.

د افغان لوبغاړو منډې:

2

د افغان لوبغاړو باولینګ:

2ظاهر خان د امپایر پر پرېکړه نارضایتي هم وښودله. که څه هم د ظاهر خان په نوم کوم ویکټ ثبت نه شو، خو باولینګ یې د پاملرنې وړ و.

راشد ارمان له لوبې وروسته وویل«دا زما او زموږ د ټیم لپاره ښه ورځ وه. لوبډلې له وروستیو لوبغاړو مرستې ته اړتیا لرله او ما دا کار وکړای شو.»

راشد خان نن ښه بیټنګ هم وکړ. ده ۴۰ منډې وکړې.

د متحده عربي اماراتو لپاره یوازې شیمان انور ښه لوبه کړې ده. ده ۲۹ منډې کړي او لا سوځېدلی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *