د ۲۰۱۹ م کال د سرو زرو توپ لیونل میسي ترلاسه کړ

محمود خان منندوی

دا د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه لوبغاړي شپږ ځله د کال د غوره لوبغاړي په توګه دغه توپ ترلاسه کړ.

میسي د توپ د ترلاسه کولو وروسته په کلب کې د خپلو ټولو ملګرو څخه د دې جایزې په ترلاسه کولو کې د مرستي په خاطر مننه وکړه.

د سرو زرو د توپ د درجه بندۍ وروستي لس لوبغاړي:
10: محرز
9: برنارډو سیلوا
8: لیوانډوسکي
7: الیسون بیکر
6: کیلیان امباپي
5: محمد صلاح
4: ساډیو ماني
3: کریسټیانو رونالډو
2: فن ډایک
1: لیونل میسي

شپږ د سرو زرو توپونه | شپږ د سرو زرو بوټونه

د فوټبال په تاریخ کې ریکارډ لرونکی!

دا لومړی ځل دی، چې کریسټیانو رونالډو د سرو زرو د توي د غوره لوبغاړو په جمله کې په لومړیو دوو لوبغاړو کې نشته!