له یوه کال ځنډ وروسته؛ د سرو زرو توپ یو ځل بیا میسي او رونالډو منځته را ولوېد

اټلانټا د سیر اې د 2018/19 فصل د غوره کلب په توګه انتخاب شو.

 د اټلانټا روزونکی جانپیرو ګاسپریني د سیر اې د 2018/19 فصل د غوره روزونکي په توګه انتخاب شو. هغه تېر فصل خپله لوبډله چمپیونز لیګ ته ورسول.

د بارسلونا پخواني ستوري یوهان کرایوف په 2012م کال کې ویلي وه، چې میسي ممکن 5-6 یا 7 د سرو زرو توپونه ترلاسه کړي او اوس 7 کاله وروسته د کرایوف خبره په حقیقت بدله شوه.

 * یوهان کرایوف مړ شوی دی.

د یوونټوس مدیر د پرون شپې تر مراسمو وروسته وویل، چې زموږ له نظره د 2019 کال د سرو زرو د توپ مستحق کریسټیانو رونالډو وو. فن ډایک د پرون شپې تر مراسمو وروسته وویل: میسي شپږ د سرو زرو توپونه ترلاسه کړي دي او د احترام لایق دی.

 فن ډایک د مراسمو څخه مخکې رونالډو ته د ټوکو په توګه د طعنه په ډول ویلي وه، چې هغه یي اصلاً سیال نه دی.

د بارسلونا پخواني ستوري یوهان کرایوف په 2012م کال کي ویلي وه، چي میسي ممکن 5-6 یا 7 د سرو زرو توپونه ترلاسه کړي او اوس 7 کاله وروسته د کرایوف خبره په حقیقت بدله سوه.

 * یوهان کرایوف مړ سوی دی

د امریکا د ښځینه وو فوټبال ملط لوبډلې لوبډلمشره میګان راپینو د 2019 کال د ْښځینه وو د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.

د اث میلان پخواني ستوري فرانکو بارزي د میسي تر انتخاب وروسته پر ټویټر په یوه ټویټ کې فن ډایک د تېر فصل د غوره لوبغاړي په توګه یاد کړی او هغه یې د سرو زرو د توپ اصلي مستحق وباله.