پاراټیچي  له میسي دفاع وکړه

محمود خان منندوی

د فیفا د 2019 کال په مراسمو کې چې دوې ورځي وړادې د میلان په ښار کې ترسره شوه، لیونل میسي د کال د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو، خو د یوونټوس ورزشي مدیر فابیو پاراټیچي باوري دی، چې رونالډو خپل د تېر فصل د لاسته راوړونو په خاطر د دې مستحق وو، چې باید د کال د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شي.

د یوونټوس د پرون شپې تر سیالۍ وروسته، چې د بریشیا څخه یي 2-1 وګټله، پاراټیچي د DAZN سره په مرکه کي وویل: ((میسي ته په احترام سره، رونالډو د دې مستحق و، چي د 2019 میلادي کال د غوره لوبغاړی په توګه انتخاب شي. موږ فکر کولو، تر هغه وروسته چې رونالډو سیر اې، د ایټالیا سوپر کپ او د اروپا د ملتونو لیګ وګاټه، نو د دې جایزې مستحق دی.))

پاراټیچي د پرون شپې په لوبه کې د رونالډو د نه شتون په اړه وویل، چې رونالډو لږ د درد احساس کاوه او دا اوونۍ به یي بیا هم حالت و ارزول شي.