ميسي د رونالډو نازاریو دفاع وکړه

محمود خان منندوی

 د بارسلونا ارجنټايني ستوري لیونل میسي د TYC Sports سره په يوه مفصله مرکه کې د خپل ځان، حالت، بارسلونا او د ارجنټاین د ملي لوبډلي په اړه پوښتنو ته جوابونه ویلي دي او دا يي هم ویلي دي، چې په بارسلونا کې به د فوټبال سره مخه ښه وکړي.

د ارجنټاین سره په نړۍ وال جام کي اتلولي؟ ما د دې سره مینه درلوده، تر څو د نړۍ وال جام اتلولي وګټم، خو داسي ونه شوه. هغه څه چې پېښ شول دا وو، چې ما د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره ژوند وکړ، خو په ورستیو کې ځيني مسایل رامنځته شول، چې عادلانه نه وه. زه به خپلو هڅو ته ادامه ورکړم. د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره د ځوانانو د نړیوال جام ګټل، زما لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه. موږ د نړۍ وال جام او کوپا جام و پایلوبو ته لاره پیدا کړه، خو داسي څه وشول؛ چې موږ بریالي نه شو.

د تاریخ تر ټولو غوره حمله کوونکی لوبغاړی؟  رونالډو نازاریو یو استعداد وو او د هغو ټولو حمله کوونکو لوبغاړو په نسبت چې ما لیدلي دي، هغه تر ټولو لوی او د باور وړ نه وو.