ميسي یو ځل بیا په تازه مرکه کې: د ریال ماډريډ څخه د رونالډو جلا کېدل منفیات دي

محمود خان منندوی
د بارسلونا ارجنټايني ستوري لیونل میسي چې څو ورځې مخکې يي خپل شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی، یو ځل بیا يي په تازه مرکه کې د ریال ماډريډ څخه د رونالډو جلا کېدل منفی وبلل. میسي چې د دې فصل لومړۍ لوبې يي د زخمي کېدو په خاطر د بارسلونا سره له لاسه ورکړې، اوس بیا خپل ښه حالت ته ګرځیدلی دی.
دی د ارجنټاین د میټرو ۹۵.۱ راډیو سره په مرکه کې تائید کړه، چې د ده څخه غوښتنه وشوه، تر څو د بوکا جونیورز په لوبغالي کې د ډیسمبر پر ۱۲مه د فوټبال سره د رومن ریکلمه د مخه ښې په لوبه کې ګډون وکړي. نوموړی وايي: ((د ریکلمه سره همیشه په اړیکه کې یم او زه د دې سره علاقه لرم چې د هغه د مخه ښې په لوبه کې حاضر اوسم. رومن د هغه خدمتونو په خاطر چې د بوکا جونیورز او ارجنټاین لپاره يي کړي دي، په رښتیا سره د یوې لويې مخه ښې د لوبې کولو مستحق دی. که چېري د لوبو تداخل نه وي او بارسلونا اجازه راکړي، نو زه په دې لوبه کې د ګډون کولو سره علاقه لرم.))
میسي د لیبرټاډورس جام په نیمه پایلوبه کې د بوکا جونیورز او رایور پلارټ د راتګ پړاو د لوبې په اړه وویل: ((دا لوبه تر نیمه پایلوبې یوه لویه لوبه ده او ټوله نړۍ دې لوبې ته منتظره ده. د تګ پړاو لوبه مې چې ۲-۰ رایور پلاټ وګټله، نه ده کتلې ځکه دا لوبه د هسپانیا د سهار پر درې بجې وه، خو د لوبې مهم عکسونه او ګولونه مي وکتل او تر لوبې وروسته مي مرکې او نظرونه تعقیب کړل.))
د بارسلونا سره د قرارداد د غځولو په اړه میسي وویل:
((دا خبره سمه ده، چې بارسلونا ماته د ټوله عمر د قرارداد کولو وړاندیز کړی دی، خو ما ويلي دي چې نه غواړم یو سمبولیک قرارداد ولرم او د دې سره علاقه لرم تر څو چې وکولای شم، د بارسلونا په خدمت کې به یم او د ګډو هدفونو لپاره به کوښښ کوو. زه په بارسلونا کې ټوله عمر کولای شم، چې پاتې شم خو د یوه قرارداد پواسطه نه. که زما په لاس شي نو ټول عمر به دلته پاتې شم، خو ګورو چې څه کېږي.))
په دې مرکه کې میسي د کریسټیانو رونالډو په اړه وویل:
((ما مخکې هم ویلي دي، چې زه د ریال ماډريډ څخه د رونالډو د جلا والي سره مخالف وم. تر هغو چې هغه په ریال کې و، هم الکلاسیکوو جلا خوند درلود او هم د ریال او بارسا سیالي په جلا سطحه کې وه او هم ځانګړې وه. رونالډو چې په لالیګا کې وو، حالت سم وو. هغه الکلاسیکو ته ډېر ارزښت ور وباښه او دا لوبه يي ډېر ځانګړې کړه.))
د مرکې په وروستیو کې میسي په بارسلونا کلب کې خپل د پخواني ملګري نیمار په اړه وویل:
((موږ اوس هم د هغه سره اړیکه لرو او د واټس اپ ګروپ مو فعاله دی، خو د اوس لپاره به ستونزمنه وي چې بارسلونا ته د هغه د بیرته راتګ تصور وکړو. د هغه د جلا کېدو لاره داسي وه، چې د کلب ځيني غړي او مینوال د هغه د راتګ سره جوړ نه دي. د نیمار د راتګ له پاره شرایط ستونزمن شوي دي. هغه به په بارسلونا کې د ورزشي اړخ څخه د کلب لپاره ډېر ګټور وي.))