د امنیتي ګواښ له امله؛ د کوسوا او روسیې لوبډلې نه شي مخامخ کېدی

د اروپا د فوټبال اتحادیې ویلي چې د روسیې او کوسوا د فوټبال لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله تر دې وروسته د فوټبال په اروپايي سیالیو کې د مخامخ لوبې اجازه نه لري.

د اروپا د فوټبال د اتحادیې د بېړنیو حالاتو پلاوي پرون د اکټوبر په اتلسمه دا پرېکړه وکړه.

دې پلاوي وویل چې د روسیې او کوسوا لوبډلې تر بلې خبرتیا د مخامخ کېدو اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د فوټبال لوبډله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال په فاینل مسابقو کې د ګډون لپاره غوره شوې ده.

د کوسوا د لوبډلې موقعیت هم پیاوړی بلل کېږي او داسې ګڼل کېږي چې په دې سیالیو کې به د ګډون لپاره غوره شي.

کوسوا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه.

خو صربیا او روسیې د کوسوا استقلالیت په رسميت نه دی پېژندلی.