ځیرک خاطر
د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه لوب لړۍ پایلوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده
پایلوبه چې د باران له امله ترسره نشوه په دې لوبه کې هیڅ توپ ترسره نشو او تر اخېره پیل نشوه؛ هماغه و چې، د کرکټ د اصولو له مخې د سېریز جام د ګټې امتیاز دواړو لوبډلو ته ورکړل شو
افغان لوبډلې دې سیالیو کې له څلور لوبو څخه لومړۍ دوه وګټلې او وروستۍ دواړه یې وبایللې.
دې لوب لړۍ کې هرې لوبډلې د بلې لوبډلې سره دوه – دوه لوبې وکړې، زېمبابوې یواځې یوه لوبه له افغانستان نه وګټله؛ خو په درې ماتو سره یې مخکې تګ ونه شو کړای.
بنګله دېش لوبډلې په دې سیالیو کې یوه ماتې خوړلې او درې بریاوې یې خپلې کړې دي.
افغانستان له بنګله دېش سره ټولې شپږ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، څلور افغانستان او دوه بنګله دېش ګټلي دي.