د اورښت له کبله، افغانستان او بنګله دېش په ګډه اتلان شول

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو پایلوبه د باران د ورښت له امله د ځنډ ښکار شوه او د کوم توپ ترسره کېدو پرته پای ته ورسېده.
همدا راز د یادې لوبلړۍ جام د ګټې امتیاز د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي ووېشل شو. باید وویل شي چې لوبلړۍ پای ته رسېدو سره سم د افغانستان ملي لوبډله به سبا هېواد ته راستنه شي.
د یادولو ده چې افغانستان په دې لوبلړۍ کې چې د سپټمبر په ۱۳مه پیل او نن (د سپټمبر ۲۴مه) پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې دې سیالیو کې له څلور لوبو څخه لومړۍ دوه وګټلې او وروستۍ دواړه یې وبایللې.
دې لوب لړۍ کې هرې لوبډلې د بلې لوبډلې سره دوه – دوه لوبې وکړې، زېمبابوې یواځې یوه لوبه له افغانستان نه وګټله؛ خو په درې ماتو سره یې مخکې تګ ونه شو کړای.
بنګله دېش لوبډلې په دې سیالیو کې یوه ماتې خوړلې او درې بریاوې یې خپلې کړې دي.
افغانستان له بنګله دېش سره ټولې شپږ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، څلور افغانستان او دوه بنګله دېش ګټلي دي.