د سریلانکا کریکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورسېده، نور هم شته

محمود خان منندوی

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورسېده او د جمعې په ورځ د پاکستان سره لوبې پیلوي.

درې خبره!

مینډي زخمي شو او ممکن دوې اوونۍ لوبي ونه شي کولای.

موډریچ نن د ریال ماډریډ سره ګروپي تمرینات پیل کړل.

د ریال ماډریډ هغه لوبغاړو نن د نورو لوبغاړو سره ډلییز عکس واخیست، چې د فیفا د غوره لوبغاړو جایزې یی ګټلې وې.

میسي: دا چي دوې میاشتي د لوبو څخه لیرې وم، نو ډېر ستومانه شوم او دا حالت ما لپاره سخت دی.

فصل مو خراب شروع کړی دی او دا حالت باید ژر تغیر کړو.

مارسلو: شاید موږ کوم جام نه وي ګټلې، خو ریال ماډریډ همیشه داسي لوبغاړي لرلي دي، چې فوق العاده کارونه یي کړي دي.
که څه هم ځیني اشخاص د ریال ماډریډ د لوبغاړو پر شتون شکونه لري، خو ریال ماډریډ همیشه شتون لري.

د رونالډو نوی پوسټ: تر هري تیارې وروسته روښنایي راځي. د پرون ورځي ټوله لوی کارونه د کوچنیو کارونو څخه پیلیږي. تاسو نه شئ کولای چې هر څه وکړئ، خو په خپل کوښښ سره کولاي شئ چې خپلې هیلې په حقیقت بدلې کړئ.

موډریچ:

د فیفا د کال په منتخبه لوبډله کې شتون په دې معنا دی، چې خلګ زموږ څخه قدرداني کوي حتی که ځیني نور څه هم وایي.

اوس مې د توپ سره تمرینات شروع کړي او ډېر ژر به د لوبډلې سره یو ځای شم.