د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه نن چهارشنبه د پلازمېنې کابل پر وخت د ماښام په شپږو بجو ترسره کېږي.
دا لوبه د پاکستان او سرېلانکا ترمنځ کیږي چې کوربتوب یې پاکستان کوي، پاکستان او سرېلانکا کرکټ ملي لوپډلې د نړۍ د لسو پیاړو لوبډلو په لېست کې قرار لري.
سریلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر کړی او لومړی یې ورسره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې یوه یې د باران له امله مساوي او دوه پاکستان ګټلې وې.
د درې شل اوریزو لوبو په روانه لړۍ کې یې لومړۍ دواړه لوبې سریلانکا ګټلي او د سیریز اتله شوې ده.
پاکستان به نن هڅه کوي کوي، چې لوبه وګټي او له وایټ واش څخه ځان وژغوري.