پاکستان په خپل کوربتوب نن ماښام د سریلانکا خلاف دوهمه سیالۍ کوي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ نن دوشنبه چې د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې سره سمون خوري، د پاکستان په کوربتوب د کراچۍ په ښار کې ترسره شي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ بجو پېل شي.

سریلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر کړی او لومړی یې ورسره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې یوه یې د اورښت له امله مساوي شوه او دوه لوبې یې بیا پاکستان وګټلې.
د شل اوریزو لوبو له لړۍ لومړۍ لوبه یې سریلانکا لوبډلې په ۶۴ منډو وګټله، هغه سیالي سرېلانکا له پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې په تېره سیالۍ کې ډېره پیاوړې ښکارېده، په ډېرې اسانۍ خپله کړه. نن ددې سیالېو په لړ کې دوهمه لوبه کوي.

 د سرېلانکا ډېرو تجربه کارو لوبغاړو خپل سفر کې پاکستان ته زړه نه ښه کاوه او له دې امله خو ځینو خو یې خپل انکار ثابت هم کړ. اوس سرېلانکا په سفر کې د لوبډلې سره نوي لوبغاړي ځای پر ځای کړي دي.