سید ادریس ولي زاده

د هند کرکټ ملي لوبډله وړمه ورځ د درېیو ټیسټ لوبو په لومړۍ هغه کې یې د جنوبي افریقا ملي لوبډلې خلاف په ۲۰۳ منډو بریالۍ شوه.

دغه لوبه د ویساهپتنم ایالت په رجاسهارا ریډي کرکټ لوبغالي کې د پنځو ورځو لپاره ترسره شوه.

د کوربه لوبډلې پیلیز توپ وهونکی روهېت شرما د هندوستان په دوو پاڼیو کې په دوو سلېزو ۳۰۳ منډې وکړې، دی د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.

جنوبي افریقا د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۳مې نیټې پورې د هندوستان میلمه ده، دوی به د اکتوبر په لسمه نیټه دویمه ټیسټ لوبه په پونی ایالت کې پیل کړي