د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د مالي ملاتړ امتیاز د افغانستان بانک خپل کړ

نن د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي او د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي قسیم رحیمي ترمنځ د شپږیزې کرکت لیګ سیالیو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې دواړه ادارې د افغانیو د ترویج لپاره په ګډه کار کوي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د ملي ارزښت په توګه پر افغانۍ راکړه ورکړه وشي او دغه ملي مسوولیت ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانستان شپږم پړاو شپږیزه لیګ نن د اکتوبر پر اوومه نېټه د بندا میر ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ د سهار په نهه بجو په کابل لوبغالي کې پیلیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، شپږیزې کرکټ لیګ سياليو د پرانستې مراسم چې ټاکل شوې وه بېګاه ماښام شپږ بجې ترسره شوي وای،، د اورښت له امله نن ماښام وځنډول شول.

په شپږیزه لیګ کې ویل کېدل چې داځل به یوازې د افغانستان ملي او کورني لوبغاړي ولوبيږي، خو پرون د بوست ساتونکو لوبډلې له لوري د زمبابوې تکړه توپ وهونکی برینډن ټایلر دعوت شوی او افغانستان ته رارسېدلی دی.

د شپږیزه کریکټ لیګ لومړۍ پړاو په ۲۰۱۳ کال کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوی و،چې د سپین غر زمریانو په اتلولۍ پای ته رسیدلی و.

په شپږیزه لیګ سیالیو کې زیاتې منډې شهزاد محمدي جوړې کړي چې ۷۶۲ دي او زیاتې ویکټې رحمت شاه اخیستي چې ۳۶ دي.

د یادولو ده د شپږم پړاو شپږیزې لیګ د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کړي دي چې دوی به یادې سیالۍ د نړیوال جام په څېر په معیاري توګه په ژوندي بڼه خپرې کړي.