د هندوستان او جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ دویمه لوبه نن چهارشنبه د کابل پر وخت ماښام مهال شپږ بجې پیلیږي.
هندوستان او جنوبي افریقا به یو له بل سره د هند په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ را پېل کړې ده چې لومړۍ لوبه یې د باران له امله لغوه اعلان شوې وه.
هند او جنوبي افریقا له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر دې دمه خپلو کې یو له بل سره ټولې ۱۳ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، چې اته یې هندوستان او پنځه یې جنوبي افریقا ګټلي دي.

دا چې هند او جنوبي افریقا لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي سره بشپړ غړیتوب لري، دواړه پیاوړې او یو بل ته سردرد جوړوونکې لوبډلې شمېرل کیږي او دواړه لوبډلې د افغانستان دننه او بهر ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي دي چې لوبې یې د تلویزون په پرده په خورا لېوالتیا ګوري.