سید ادریس ولي زاده
د ۲۰۱۹ کال شپږېزه کرکټ لیګ سیالۍ نن د شپږو لوبډلو په شمول د کابل په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

د یادو سیالیو په پرانیسته لوبه کې کابل ایګلز د ۳۵ منډو په توپیر سره دفاعي اتلې لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه.

د کابل ایګلز لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د اتو شپږېزو او پنځو څلورېزو پر مټ په ۴۸ توپونو ۹۲ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په یادو سیالیو کې سبا/سه شنبه دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه یې سهار نهه بجې د بندامیر او مس عینک ترمنځ او د سپین غر او آمو ترمنځ د ماسپښین یوه نیمه بجه دویمه لوبه یې پیلیږي.