ډېر امکان شته چې عثمان ډیمبلي الکلاسیکو له لاسه ورکړي

محمود خان منندوی

د بارسلونا د پرون شپې لوبه کې د بارسلونا دوو لوبغاړو ارنولډ او عثمان ډیمبلي سره کارتونه واخیستل او د لوبې لوبڅار مټبو لاهوز خپل په راپور کې لیکلي دي، چې ډیمبلي هغه ته وویل: ډېر بد یې ډېر بد.

کله چې ارنولډ خپل لومړۍ لوبه کې یوازې 13 دقیقې د بارسلونا لپاره ولوبید، هغه د چیچاریټو پر وړاندې په خطاء کولو سره د لوبې څخه ووېستل شو او ډیمبلي هم د ده پر سر د لوبڅار سره د جنجال په خاطر له لوبې څخه په سره کارت سره وویستل شو.

هر کله چې لوبغاړی دا ډول حرکات د لوبڅار پر وړاندې وکړي، دوې لوبې محرومېږي او بارسلونا د دواړو لوبغاړو په اړه د بیا کتنې غوښتنه کړې ده او وروستۍ پریکړه انضباطي کمېټه په چهارشنبه اعلانوي.

بارسلونا د لالیګا راتلونکو دوو لوبو کې د ایبار او ریال ماډریډ سره لوبیږي.