ایټالیا د یونان خلاف سیالۍ کې خپل نوی شین لباس په تن کوي، نور هم شته

محمود خان منندوی

دا دوهم ځل دی، چې دوی خپلې ملي لوبډلې ته دا لباس ځانګړی کړی دی. لومړی ځل په 1954م کال کې د سویډن پر وړاندې و، چې هغه لوبه یي 2-0 وګټله.

دا لباس په ایټالیا کې د نویو استعدادونو د پیدا کېدو او ملي لوبډلې ته د هغو د دعوت په خاطر ایټالیا فوټبال فدراسیون ډیزاین کړی دی.

رسمي:  بارسلونا خپل پخوانی ګول ساتوونکی او د خپلو ځوانانو د لوبډلې اوسنی روزونکی ویکټور والډیز تر 80 ورځو وروسته خپل د کلبه پسي واخیست.
هغه د بارسلونا د کښته درجو د لوبډلو د مدیر پاټریک کلایورت سره د سختې لفظي شخړي په خاطر د کلب څخه اخراج شو.

لویز سواریز د 2018 د فبروري راهیسې په لومړي ځل د بارسلونا لپاره په دریو پرليسې لوبو کې ګولونه لګولي دي.

میسي تېره شپه د بارسلونا د ګول د ساحې څخه دباندې لګول شوي 100 ګولونه پوره کړل.

د اث میلان کلب او برازیل ملي لوبډلې پخوانی ګول ساتوونکی نیلسون ډیډا وړمه ورځ 46 کلن شو.