اټلانټا تېره شپه یوډینزي ته په لومړۍ نیمایي کې 4-0 ماته ورکړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

تېره شپه اټلانټا یوډینزي ته په لومړۍ نیمایي کې 4-0 ماته ورکړه، دا د 2001م کال راهیسې د یوډینزي سره لومړی ځل دی، چې اټلانټا په لومړۍ نیمایي کې د میلمه لوبډلې په توګه د کوربه لوبډلې ته 4 ګولونه ورکړل.

رحیم سټرلینګ د کلبونو په سطحه 100 ګولونه پوره کړل.
77 ګولونه د منچسټر سیټي او 23 ګولونه د لیورپول لپاره.

بل خوا بیا! د اټلاټیکو ماډریډ لوبغاړي ساول نیګویز تېره شپه په لالیګا کې 200 لوبې د اټلاټیکو ماډریډ او رایو وایکانو په لباسونو کې پوره کړې.

اینټر میلان خپل په تاریخ کې د دوهم ځل لپاره د سیر اې نوی فصل په 6 پرلپسې بریاوو پیل کړی دی:

1966/67 فصل او 2019/20 فصل ( جریان لري)

رسمي: بارسلونا تائید کړه، چې عثمان ډیمبلي د زخمي کېدو په خاطر د 2 څخه تر 4 اوونیو پوري لوبي نه شي کولاي.

د هغه زخمي کېدل د خټافي سره تر لوبې وړاندې تشخیص شول، چې په دې سره یي د سویا او اینټر میلان پر وړاندې لوبې له لاسه ورکړې.

د بارسلونا سره د یو ځای کېدو راهیسي دا اتم ځل دی، چې ډیمبلي زخمي کېږي او تر اوسه یي په دغه خاطر تر 50 زیاتې لوبې له لاسه ورکړي دي.

ایورټون تېره شپه د منچسټر سیټي څخه په ماتې خوړلو کې 8 شوټان د دې لوبډلې د ګول پر چوکاټ ووهل، چې د 2015 کال د نومبر راهیسې هیڅ لوبډلې د منچسټر سیټي د ګول پر دروازه دومره شوټان نه و وهلي.

د افغانستان کرکټ بورډ عبدالرحمن ناصري د هلمند د کرکټ اکاډمۍ د روزونکي په توګه په دنده وګماری.

د سيريز اوله لوبه اسټراليا وګټله. د سريلانکا او آسټراليا د انجونو تر منځ د شل اوريزه سيريز اوله لوبه کې اسټراليا سريلانکا ته په ۴۱ منډو ماته ورکړه.

د سريلانکا لوبغاړي جاينګاني ورپکښي سليزه ووهله.