تېره شپه په سیر اې کې روما 4-0 و یوډینزي ته ماته ورکړه، نور هم شته
محمود خان منندوی
د روما لپاره زانیولو، سمالینګ، کلیورټ او کولاروف ګولونه ولګول.
سرجیو راموس د لالیګا په 16 فصلونو کې ګولونه لګولي دي.
د لالیګا په دې فصل کې هیڅ لوبغاړی د کریم بنزما په اندازه په ګولونو کي مستقیم تاثیر نه لري. (7 ګولونه او 3 د ګول پاسونه)
منچسټر یونایټیډ د 1998م کال راهیسې په لومړي ځل په سټمفورډ بریج لوبغالي کې چیلسي ته ماته ورکړه.
د سیر اې په اخیرو 10 فصلونو کې یوازي یو لوبغاړي د لسمي اوونۍ تر پایه په دوو مختلفو فصلونو کې +12 ګولونه لګولي دي:
چیرو ایموبیلي؛ 13 ګولونه په 10 لومړیو اوونیو کې، 2017/18 فصل
چیرو ایموبیلي؛ 12 ګولونه په 10 لومړیو اوونیو کې، 2019/20 فصل
بوفون تېره شپه په سیر اې کې 513مه لوبه وکړه او د ډیل پیرو ریکارډ ته ورسید.
سرجیو راموس او لیونل میسي هغه دوه یوازیني لوبغاړي دي، چې د لالیګا يه اخیرو 16 فصلونو کې یي حد اقل یو ګول لګولی دی.
روما د سیر اې د دې فصل لومړۍ لوبډله ده، چې دوې لوبي یي د یوه لوبغاړي په کمښت سره ګټلي دي:
بولونیا 1 روما 2: مانچیني وېستل شو
یوډینزي 0 روما 4: فازیو ووېستل شو
پر جېنوا باندي د رونالډو د پرون شپې تر ګول مخکې، په +90مه دقیقه کې د رونالډو اخیري ګول دوه فصله مخکي د ریال ماډریډ او یوونټوس په لوبه کې لګیدلی و، چې هغه لوبه سانټیاګو بیرنابیو کې وه.