اټلاټیکو ماډریډ مایورکا ته په لالیګا کې 2-0 ماته ورکړه، ډېر نور هم شته

محمود خان منندوی

ډیګو کوسټا او ژاو فلیکس د اټلاټیکو ماډریډ ګولونه ولګول. اټلاټیکو ماډریډ راتلونکې اوونۍ د ریال ماډریډ سره لوبیږي. نن په بله لوبه کې اټلاټیک بیلباوو د لیګانیس سره لوبه 1-1 مساوي کړه، چې په دې سره اټلاټیکو ماډریډ د جدول سر ته پوره شوه.

کرواشیایی :ما رایه صلاح ته ورکړه، خو فیفا په میسي پسې تړلې ده. په افریقا کې د ګارډین او بي بي سي خبریال اوشر کوموګیشا خپل په راپور کې ويلي دي، چې د سوډان د ملي لوبډلې روزونکي د فیفا د کال د غوره لوبغاړي د رایې ورکولو په اړه لویه ادعا مطرح کړې ده. د سوډان د ملي لوبډلې کرواشیایی روزونکی زډراوکو لوګاریشیچ ویلي دي، چې د کال د غوره لوبغاړي د انتخاب لپاره یي لومړۍ رایه مصري لوبغاړي محمد صلاح ته ورکړې ده، خو فیفا د هغه رایه د میسي په نوم ثبت کړې ده. همدرانګه د هغه دوهمه او درېیمه رایه هم اشتباه ثبت شوي دي. لوګاریشیچ خپل د دریو سرو رایو عکس هم د خپلې ادعا د اثبات لپاره خپور کړی دی، چې په ترتیب سره یي محمد صلاح، ماني او امباپي ته یي ورکړي دي.

اټلانټا په سیر اې کې روما ته 2-0 ماته ورکړه.

ریال ماډریډ په لالیګا کي 2-0 و اوساسونا ته ماته ورکړه. وینیسیوس او روډریګو د ریال ماډریډ ګولونه ولګول. ریال ماډریډ راتلونکې اوونۍ د اټلاټیکو ماډریډ سره لوبیږي. دې لوبډلې په دې بریا سره د جدول سر ته پوره شو.

پاریس سېنټ جرمن د فرانسې په لومړي لیګ کې د ریمز څخه 2-0 ماته وخوړه. تېره شپه په سیر اې کې اینټر میلان 1-0 و لاټزیو ته ماته ورکړه او ناپولي د کالیاري څخه 1-0 ماته وخوړه. تېره شپه د انګلستان په اتحادیې جام کې چیلسي 7-1 و ګریمسبای ټاون ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه. د چیلسي ګول وهوونکي: بارکلي، باټشوایي (2)، پیډور، کورټ زوما، رییس جیمز او کالوم هډسون. د ګریمسبای ټاون ګول وهوونکی: مټیو.

تېره شپه د انګلستان په اتحادیې جام کې منچسټر یونایټیډ په پینالټیو کې 5-3 و روچډال ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه. قانوني وخت کې لوبه 1-1 مساوي شوه.  د انګلستان په اتحادیې جام کې لیورپول 2-0 و میلټون ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یي لاره پیدا کړه. جیمز میلینر او هاور د لیورپول لپاره ګولونه ولګول.

رسمي: د انګلستان د اتحادیې د جام د څلورم پړاو پچه اچونه وشوه. مهمو لوبو کې چیلسي د منچسټر یونایټیډ، لیورپول د ارسنال او منچسټر سیټي د ساوهمپټن سره لوبیږي. دا لوبې د اکټوبر میاشتي په وروستۍ اوونۍ کې کېږي.