سخته بریا، ریال ماډریډ په لالیګا کې 3-2 لیوانټي ته ماته ورکړه دا او ډېر نور…

محمود خان منندوی

د ریال ماډریډ دوه ګولونه کریم بنزما او یو ګول کاسمیرو ولګاوه. د لیوانټي یو ګول مایورال او یو ګول ګونزالو ملرو ولګاوه.

هند د اسیا د 19 کلنو اسیا جام وګاټه، هند په پایلوبه کې بنګله دیش ته په 5 منډو ماته ورکړه.

هند دې جام کې بیله ماتې څخه ټوله لوبي وګټلې. ( یوه لوبه لغوه شوه)

رسمي: ریال ماډریډ د لیوانټي پر وړاندې خپل ترکیب اعلان کړی. د لالیګا د تاریخ ځوان لوبغاړي.

د ډورټمنډ جرمنی دفاعي لوبغاړی نیکو شولز زخمی شوی دی، چي 3 یا 4 اوونۍ به له لوبو څخه لیرې وي.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ پایلوبه د سنبلې پر 29مه د جمعې په ورځ، د طوفان هریرود او شاهین آسمایي ترمنځ کېږي.

بارسلونا د والنسیا پر وړاندي خپل د لوبغاړو لیست اعلان کړی.

هغه لوبغاړي چې د بونډسلیګا د 2005/06 فصل راهیسې یي ډېر ګول پاسونه کړي دي.

د Kappa Sport کمپنۍ د چمپیونز لیګ د لوبو لپاره د ناپولي لباس معرفي کړی.

رسمي: د بارسلونا فرانسوی دفاعي لوبغاړی ساموئل اومټیتي زخمي شوی دی، چې 5 یا 6 اوونۍ لوبې نه شي کولای.

لیورپول د انګلستان په غوره لیګ کي 3-1 نیو کاسل یونایټیډ ته ماته ورکړه. د لیورپول دوه ګولونه ساډیو ماني او یو ګول محمد صلاح ولګول.
د نیو کاسل یونایټیډ یوازینی ګول بیا ویلیمز ولګاوه.