ریال ماډریډ سخته سیالي درلوده، دا او ډېر نور لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

ریال ماډریډ د دې تر څنګ چې سخته لوبه یي نن درلوده، د ګولونو ډېر ښه موقعیتونه یي هم له لاسه ورکړل.

بیل دوه ګولونه ولګول، خو سور کارت یي هم واخیست، چې په دې سره راتلونکې لوبه کې بیا هم زیدان ته د حملې په برخه کې ستونزه پیښولای شي.

زیدان ویلي وه، چي د سپټمبر تر دوهمې ( نن ) پوري ممکن نوي لوبغاړي ولرو، خو دقیقه نه ده معلومه چي ایا رښتیا هم نوی لوبغاړی رانیسي که یا?

فالکاو د ګالاټاسرای سره د یو ځای کېدو په هدف د استانبول ښار هوايي ډګر ته ورسید.

ښه راغلاست ته یي 25 زره تنه ورغلي وه.

ریال د بد چانسیو قرباني شو، لالیګا کي یي د ویاریال سره لوبه مساوي کړه!

ریال ماډریډ 2 | ګریټ بیل (2)
ویاریال 2 | مورینو او ګومز

ګریټ بیل سور کارت واخیست او لالیګا کې یي راتلونکې لوبه له لاسه ورکړه.

اینټر میلان په سیر اې کې کالیاري ته ماته ورکړه!

اینټر میلان 2 | مارټینز او لوکاکو
کالیاري 1 | پیډرو