ولز د ریال ماډریډ مسؤولین په قهر کړي

محمود خان منندوی

د ولز د پرون شپې تر لوبې وروسته د بیل کینایه امیزه بنر د ریال ماډریډ د مسؤلینو قهر را پورته کړې ده.

 پر دې بنر لیکل شوي دي: ولز، ګُلف او ماډریډ.

 د دې څخه د بیل هدف مستقیم د ریال ماډریډ کلب او مینوال ول.

 بیل تېره یوه میاشت د ریال ماډریډ سره نه ولوبید او نه یي هم تمرینات وکړل، خو د ولز ملي لوبډلې ته د دعوت سره سم بې له کوم مشکل څخه ولوبید او دې کار وښودله چې بیل په قصده سره دا کار کړی دی.

 ریال ماډریډ راتلونکې شنبه په سانټیاګو بیرنابیو کي د ریال سوسیډاډ سره لوبه لري او د دې ډېر امکان شته، چې د ریالیانو له خوا د سخت غبرګون سره مخه شي.

 روان فصل په ریال ماډریډ کې د بیل وروستی فصل یادیږي!