افغان ایمرجنګ لوبډلې ننۍ سیالۍ ته چمتوالی ښودلی، نور هم شته

د افغانستان کرکټ بورډ په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې منلې ده چې  ایمرجنګ لوب‌‌‌‌‌‌ډلې یې لوبې ته د چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

 ټاکل شوې نن افغان ایمرجنګ لوب‌‌‌‌‌‌ډله په اسیایی ایمرجنګ کپ سیالیو نیمه پایلوبه کې د کوربه هېواد بنګله دېش پروړاندې د لوبو ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ووځي.

فوټبال:  د ملي لوبو په سطحه د فوټبال د تاریخ نوی ریکارډ!

 د انډورا کپتان یډفونس لیما تېره شپه د ترکیې پر وړاندې په لوبیدو سره په 22 کاله او 148 ورځو سره تر ټولو اوږده دوره خپل په نوم ثبت کړه، چې د خپل هیواد د ملي لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

 مخکې تر دې دا ریکارډ د ایکواډور څخه د ایوان هورټاډو (22 کاله او 143 ورځې) په نوم ثبت و. لیما لومړۍ ملي لوبه د 1997م کال د جون پر 22مه د ایسټونیا پر وړاندې وکړه، چې هغه لوبه یي هم بایللې وه او دا لوبه یې هم وبایلله.

 د ترکې پر وړاندې دا لوبه د یورو کپ په غوراوي پړاو کې وشوه او د لیما لپاره دا 128مه ملي لوبه وه.  لیما اوس 39 کلن دی.