د پاکستان او بنګله دېش ښځینه کرکټ لوبډلې ۲ یو ورځنۍ سیالۍ کوي، نور هم شته

محمود خان منندوی

بنګله دېش او پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې به نن شنبه د ۲ یو ورځنېو سیالېو لوبلړ پېل کړي.

تېره شپه ریال ماډریډ د هسپانیا د ملي لوبډلې لپاره د ډېرو لوبو د ریکارډ جوړولو په خاطر د راموس څخه قدرداني وکړه. (168 لوبي)

رسمي: ارجنټاین د برازیل او یوروګوای پر وړاندي خپل د لوبغاړو لیست اعلان کړ.

 رسمي: د انګلستان د اتحادیې جام د کواټر فاینل پړاو پچه اچونه وسوه. دا لوبي د ډیسمبر په میاشت کي ترسره کېږي.

کریم بنزما په سانټیاګو بیرنابیو کې 100 ګولونه پوره کړل.

 – کریسټیانو رونالډو 178

 – ډیسټفانو 145

 – رائول 141

 – سانټیانا 126

 – پوشکاش او بنزما 100

رسمي:  ارجنټاین د یوروګوای او برازیل پر وړاندې د لوبو لپاره میسي هم خپل په اعلان شوي لیست کې واخیست. دا لوبې دوې اوونۍ وروسته دي.

 میسي درې میاشتې د ملي لوبو څخه په دې خاطر بند و، چې د 2019 په کوپا امریکا کي یي د برازیل او ارجنټاین د لوبې د لوبڅار د قضاوت په اړه خبرې کړي وې.