د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې مېلمه بنګله دېش ته ماتې ورکړه

سمسور علي نیازی 

پاکستانۍ ښځینه لوبډلې میلمه بنګلدېشۍ ښځینه لوبډله په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته کړه! د بنګلدېش او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنخ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ چې په لاهور کې پیل شوي د سریز لومړۍ هغه یې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله په یاده لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپ وهنه وکړه چې د خپلو ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د بسما معروف او اُمیمه سهیل په ښې توپ وهنې سره ۱۲۷ منډې هدف میلمه لوبډلې ته مخ ته کیښود. د بنګلدېشۍ لوبډلې له لوري جهانارا اسلم ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول. ځواب کې بنګلدېشۍ لوبډلې لپاره که څه هم په وروستیو کې رومان احمد ۵۰ منډې ترسره کړې خو بیا یې هم هدف پوره نه شو کړای چې د خپلو ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۱۲ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۴ منډو پریښوده د پاکستانۍ لوبډلې له لوري انام امین اقتصادي توپ اچونه وکړه چې په څلور اورونو کې د ۱۳ منډو په ورکړې دوه مهم لوبغاړي وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړۍ بسما معروف شوه چې له ۳۰ زیاتې منډې یې کړې وې او هم یې توپ اچونه کې یو لوبغاړې سوځولې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به بله لوبه د همدې میاشتې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.