هند په ۸۹ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند- پاکستان نن (یکشنبه) په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې هندوستان ته خپله لوبه په ۸۹ منډو وبایلله.
په دې ماتې سره د پاکستانۍ لوبډلې دا ارمان یو وار بیا پوره نه شو چې د نړیوال جام لوبو په تاریخ کې حتی یو ځل هندوستان ته ماتې ورکړي.

د لوبې لومړۍ پاڼۍ هندي لوبډلې وکړه او ټاکلیو ۵۰ اورونو کې یې د ۵ ویکټو په تاوان پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۳۷ منډې هدف کېښود.

د هند لپاره زیاتې منډې روهیت شرما (۱۴۰)، ویرات کوهلي (۷۷) او لوکیش راهول (۵۷) جوړې کړې.

بالینګ لاین کې بیا د پاکستان لپاره محمد عامر ښه وځلېده او د هند ۳ لوبغاړي یې وسوځول. عامر په نسبي ډول لږ منډې ورکړې.

په مقابل کې یې هندۍ لوبډلې په خپل توفاني بالینګ لاین د پاکستان ۶ اصلي توپ وهونکي وسوځول او د دې لپاره چې د باران د اورېدو له کبله د اورونو شمېر ۴۰ ته راټیټ شو، پاکستاني لوبغاړو په ۴۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په تاوان ۲۱۲ منډې وکړې چې تر ټاکل شوي هدف ۸۹ منډې لږې وې.

د پاکستان لپاره فخر زمان ۶۲ ، بابر اعظم ۴۸ او عماد ۴۶ منډې وکړې.

د پاکستان په پاڼۍ کې د باران د وقفې له کبله لوبه ۴۰ اورونو ته راکمه کړای شوه او ټارګیټ ۳۰۲ منډو ته راښکته شو چې پاکستان بیا هم هدف پوره نه کړ.

پاکستان له هند څخه د نړیوال جام په تاریخ کې تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې. دواړه ټیمونه ۶ ځلې په نړیوال جام کې له یو بل سره مخامخ شوي چې ۶ واړه مسابقې هند ګټلې دي.

نن د پاکستان او هند د لوبډلې د هڅونې لپاره د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي، سندرغاړی علي ظفر او د هند لپاره فلمي ستوری رنویر سینګ او نور ورغلي وو.

د انګلیستان د مانچستر په اولډ تریفد لوبغالي کې د نننۍ لوبې ټکټ ۱۵۰ یورو و، خو تور بازار کې بیا د لوبې یو ټکټ له ۲۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ زره یورو پورې خرڅ شوی دی.

د دې مسابقې د کتلو لپاره ۷ لکه تنو د ټکټ اخیستو تقاضا کړې وه خو یوازې ۲۳ زره ۵۰۰ تنه په لوبغالي کې ځاییدل. اټکل کېږي چې په هند او پاکستان کې پر تلویزیونونو تر ۵ سوه ملیونه زیاتو خلکو دا لوبه په ژوندۍ بڼه وکتله.