د پاکستان د لوبډلې کیپتان د خپل صدراعظم مشوره ونه منله

تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان ته ویلي و چې که د هند په وړاندې یې په مسابقه کې پچه وګټله، لومړی بیټنګ وکړي، خو کیپتان سرفراز د عمران خان د غوښتنې خلاف غوره وبلله چې لوبډله یې لومړی باولینګ وکړي.

د پاکستان لپاره د هند په وړاندې د یکشنبې د ورځې د مسابقې ګټل خورا مهم و ځکه چې له یوې خوا دا سیالي له خورا سخت سیال هند سره وه او له بلې خوا پاکستان په تېرو ۴ مسابقو کې یوازې یوه ګټلې ده.

د پاکستان د لوبډلې کیپتان سرفراز

عمران خان د انګلیستان په مانچستر ښار کې د هند او پاکستان د سیالۍ تر پیلېدو کابو دوه نیم ساعته مخکې د ټویټر له لارې خپلې لوبډلې ته سپارښتنه کړې وه چې که پچه (ټاس) وګټي نو لومړی بیټنګ وکړي.

عمران خان دغه راز له خپل لوبډلمشر څخه غوښتي و چې د ګټلو په فکر کې واوسي او تکړه باولران میدان ته راوباسي.

عمران خان په خپل پیغام کې هڅه کړې وه چې خپل ټیم ته روحیه ورکړي.

ده د پاکستان لوبډلې ته په خطاب کې لیکلي چې د ماتې وېره له سره وباسي او د بری مثبت فکر په خپلو ذهنونو کې وروزي.

خو د عمران خان له مشورو سره سره د پاکستان ټیم د هند په وړاندې د تېرو ۶ مسابقو په پرتله کمزوری ثابت شو.

پاکستان، چې په روان نړیوال جام کې ۳ سیالۍ بایللي، یوه ګټلې او په یوه کې د باران د اورېدو له کبله یو امتیاز اخیستی، تر دې دمه د امتیازونو له نظره یوازې تر افغانستان پورته دی.

افغانستان خپلې لومړۍ څلور واړه مسابقې بایللې دي.