شهیدي د لوبې په مهال د ډاکترانو مشوره ونه منله
تاند- په پرونۍ مسابقه کې د افغانستان تر ټولو تکړه توپ وهونکي (بټسمن) حشمت الله شهیدي د انګلیستان په وړاندې (سې شنبه) مسابقه کې د ډاکتر ونه منله او لوبې ته یې دوام ورکړ.
د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، شهیدي د انګلیسي باولر مارک ووډ په توپ پر خولۍ ولګېد او خولۍ یې ماته شوه، د کرکټ د نړیوالې شورا ډاکترانو ورڅخه وغوښتل چې لوبه پرېږدي خو ده ونه منله.
شهیدي، چې په پرونۍ مسابقه کې ۷۶ منډې وکړې، وویل«د کرکټ د نړیوالې شورا ډاکتران او زموږ خپل ډاکتر راغلل، زما خپله خولۍ په منځ کې دوه ځایه شوې وه. دوی راته وویل، راځه له میدانه ووځه. ما ورته وویل چې په دې وخت کې د خپل ټیم ملګري نه شم پرېښودی.»
شهیدي همداراز وویل«ما ورته وویل، زما ټوله کورنۍ مسابقه ویني، حتي زما ورور دلته دی او راته ګوري، نه غواړم چې دوی زما په اړه اندېښمن شي.»
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د اداري چارو یو غړی نوید سید وايي«ډاکترانو (شهیدي ته) ورته وویل، لطفاً لوبه پرېږده، له میدانه راووځه. ده ورته وویل، اوس ښه یم. بیټنګ ته دوام ورکوم.»
ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې دې پېښې د لوبغاړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.
تر دې وړاندې د نړۍ نامتو باولر راشد خان په یوه بله مسابقه کې پر سر ولګېد او سخت ژوبل شو.
راشد خان د انګلیستان په وړاندې خورا کمزوری ولوبېد. دا د ده د لوبو په تاریخ کې تر ټولو خراب باولینګ و.
افغانستان دا مسابقه پر انګلیستان، چې پچه یې ګټلې وه او لومړی یې په بیټنګ کې ۳۹۷ منډې کړې وې، په ۱۵۰ منډو وبایلله.
افغان لوبغاړو د انګلیستان د ۳۹۷ منډو په وړاندې یوازې ۲۴۷ منډې وکړای شوې.
د انګلیستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ ایوین مورګن وکړ. ده په ۷۱ توپونو ۱۴۸ منډې وکړې.