سمیع الله درانی ابدالي

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله رسمي وېبپاڼه د حشمت الله شهیدي مرکه په لیکلې بڼه خپره کړې ده.
دې مرکه کې له شهیدي سره د شهزاد محمدي نوم هم یو ځای ذکر شوی.
حشمت الله شهیدي ویلي: راویښ شوی افغانستان در روان دی.
نوموړي دا خبره د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په پار کړې ده، دا چې افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې نړیوال جام کې لوبېدونکی دی؛ نو افغان لوبغاړي د تیاري په حال کې دي. شهیدي او شهزاد محمدي ویلي، چې افغان لوبډله د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې، چې اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو هم ښه وه.

دوی دواړو توپ وهونکو ویلي، چې افغان لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې تاریخي بریا حاصله کړه، لومړي پړاو کې افغان لوبډلې یوه لوبه وګټله او دوهم پړاو ته په قسمتونو ولاړ. شهیدي ویلي افغان لوبډلې په تېرو څلورو کلونو کې خورا پرمختګ وکړ، د لا ځواکمنېدو پر لور ولاړه او بالاخره په غوراوي جام سیالیو کې یې ټولې لوبډلې ماتې او د دوهم ځل لپاره یې نړیوال پنځوس اوریز جام ته ورغله.

شهیدي د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي، ۲۰۱۵ کال کې چې کله افغانستان نړیوال پنځوس اوریز جام ته ولاړ؛ خلکو ویل دا د ویاړ ځای دی، چې لوبډله نړیوال جام کې لوبېږي، خو څلور کاله وروسته دا ناره بدله شوې او خلک وایي چې نړیواله جامه انتظار کاوه، ويښ شوي افغانان درغلل.

افغان لوبډله اوس له تجربه کاره لوبغاړو سره نړیوال جام ته ځي، متعهد ځوان لوبغاړي، د نړۍ مشهور، غوره سپېن بالران او فسټ بالران هغه څه دي، چې لوبډله ورسره ښه مخته روانه ده. راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن زمونږ غوره توپ اچوونکي دي، دوی درې واړو د ایرلېنډ خلاف سیریز کې په ګډه ۱۶ وېکټې واخېستې.

شهیدي وایي مونږ سره مړوندي کیڼ لاسی چېنا مېن بالر ظاهر خان هم شتون لري، هغه د ایرلېنډ خلاف د یو ورځنیو لوبو پیل د مارچ په لسمه نېټه په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې وکړ. شهزاد محمدي بیا ویلي، چې ۲۰۱۵ کال جام کې مونږ یواځې سکاټلېنډ ته ماته ورکړه، خو اوس زمونږ لوبډله ډېره پیاوړې ده او ښایي څلور یا پنځه لوبډلو ته ماتې ورکړو.

محمد شهزاد  د کرکټ نړیواله شورا ته ویلي: یواځې دا نه ده، چې مونږ غوره سپېن بالران لرو، بلکې دولت ځدران، افتاب عالم، شاپور ځدران، سعید شېرزاد او فرید ملک په شان فسټ بالران هم لرو.