افغان لوبډله په ټیسټ سیالۍ کې له پېله برلاسې ښکاري، توپ اچوونکو مو ښکارونه کړي دي

حضرت عثمان نوري

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ پچه آیرلینډ لوبډلې وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه دا سیالي د تل په څېر د هند په دهرادون ښار په راجیو ګاندي لوبغالي کې څو شېبې وروسته پیلیږي.

په افغان یوولس کسیزه لوبډله کې نن لوبېدونکي لوبغاړي
محمد شهزاد محمدي، احسان الله جنت ، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، محمدنبي، راشد خان، یامین احمدزی، اکرم علي خیل ، وفادار مومند، او وقار سلامخیل.

ایرلنډ لوبډلې د افغانستان اسلامي بانک جام د یوازينۍ ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ د غرمې ډوډۍ تر دمې پورې د ۷ ويکټو په له لاسه ورکولو سره ۶۹ منډې کړې دي.

د توپ اچوونکو له لورې په افغان ملي لوبډله کې محمد نبي عیسی خیل د کيون اوبراين او ټامسن مهمې محمد نبي ۳، راشد خان او يمين احمدزي بیا ۲ ـ ۲ ويکټې اخستې دي.
ایرلنډ د ۷ ويکټو په له لاسه ورکولو سره ۶۴ منډې لري.

اوس د غرمې ډوډۍ خوړلو وقفه ده او له ځنډ وروسته به بیا دواړه لوبډلې د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د لوبې پاتې جزیات به درسره وخت په وخت د تاند خبري پوښښ شریک کړئ. له موږ سره اوسئ.