عزت الله الفت

 د کرکټ نړیوالې شورا له نړیوال جام څخه وړاندې د تمریناتي لوبو لپاره مهالوېش وړاندې کړی دی، چې افغان لوبډله به له پاکستانۍ لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه وکړي. دا تمریناتي لوبې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمي ډول پېلېږي، چې لس لوبډلې پکې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي، نوموړې تمریناتي لوبې د می په ۲۴ مه نېټه پېلېږي.

د وارم اپ یا تمریناتي لوبو پیل افغانستان او پاکستان کوي، په دغو تمریناتي لوبو کې افغان لوبډله درې لوبې ترسره کوي، چې افغان لوبډله لومړۍ لوبه د می میاشت په ۲۴ مه نېټه له پاکستان سره کوي، دا لوبه د انګلستان په برېسټول سیمه کې په کاونټي لوبغالي کې ترسره کېږي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله دوهمه لوبه په ۲۷ مه نېټه له انګلستان سره کوي دا لوبه هم په برېسټول سیمه کې په اوول لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان، پاکستان او انګلستان په خپلو کې لوبې کوي. ورپسې افغان لوبډله په ۲۷ م تاریخ له اسټرالیا سره تمریناتي لوبه لري. د کرکټ ملي لوبډله به له اسټرالیا وروسته بنګله دېش سره هم یوه تمریناتي لوبه ولري دا لوبه به د می په ۲۶ مه نېټه ترسره شي. افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، بنګله دېش، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا او ویسټ انډیز تمریناتي لوبې کوي. دا تمریناتي لوبې شا او خوا ۶ لوبغالو باندې ترسره کېږي. دغه تمریناتي لوبې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام لپاره چمتووالی ښوول شوی دی، له دې وړاندې به د می میاشت په سر کې افغان لوبډله له سکاټلېنډ سره هم تمریناتي لوبې ولري.

دغه تمریناتي لوبې د می میاشتې تر ۲۸ مې نېټې پورې دوام کوي، یعنې د لس واړو لوبډلو لوبې ټولې څلور ورځې دوام کوي. د می په ۳۰ مه نېټه نړیوال پنځوس اوریز جام پېلېږي، چې لومړۍ لوبه یې د انګلستان او سهیلي افریقا ترمنځ کېږي، افغان لوبډله د جون په لومړۍ نېټه د نړیوال جام لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره کوي او دوهمه بیا په ۴ مه نېټه له سریلانکا سره کوي.