افغان ملي لوبډله ۳ ساعته وروسته د ایرلینډ خلاف ټيسټ سیالۍ پيلوي

حضرت عثمان نوري

افغان کرکټ ملي لوبډله وروسته له هغې چې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره یې ۳ شل اوریزې او ۴ پنځوس اوریزه سیالۍ وکړې، شېبه وروسته د ټیسټ لوبې د پېلېدو په تکل د هند په دهرادون ښار کې خپله دوهمه رسمي ټيسټ سییالۍ د خپل سر سخت سیالۍ چې په یوه ورځ  یې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د ټیسټ درجه او د یادې شورا بشپړ غړیتوب واخیست، د دواړو لوبډلو دوهمه رسمي ټيسټ سیالۍ بلل کیږي چې شېبه وروسته به د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په راجیو ګندي لوبغالي کې پېل شي.

افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه نن د هند په دهرادون ښار کې د پلازمېنې کابل پر وخت د سهار په ۸ نیمو بجو پیلیږي. افغان او ایرلینډ دوه هغه لوبډلې دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا څخه یې په ۲۰۱۷ کال  بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې تر دې دمه دواړو لوبډلو د ټیسټ یوه یوه لوبه کړې ده او د دواړو لوبډلو دا  دوهمه ټیسټ لوبه بلل کیږي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند خلاف وکړه چې هند وګټله اوس د کرکټ پوهانو او مبصرینو باور دا دی چې د نن ورځې پيلیدونکي سیالۍ به د افغان لوبډلې په بریا پای ته رسیږي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ هندوستان ته بایللې او ایرلینډ لوبډلې بیا خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ اکستان ته بایللې ده. د دې سیالیو جام د افغانستان د تاريخي ابدې (د جام څلي) په څېر جوړ شوی دی، چې تېره ورځ رسنېو ته وښودل شو.

هېره دې نه وي چې افغان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو څو ورځې وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنېو سیالېو لوبلړې ترسره کړې، شل اوریز لوبلړ یې خپل او د پنځوس اوریزو سیالېو لوبلړ یې بیا مساوي پای ته ورساوه. اوس افغان لوبډله د ټیسټ سیالۍ د ګټلو په موخه د نن ورځې ټیسټ سیالۍ ته پوره چمتوالی ښایي او د خپل ټیسټ تاریخ دوهمه سیالي د ایرلینډ خلاف کوي.