راشد خان له خپل مقام سمه ساتنه وکړه

د پنځوس اوريزو لوبو نوې درجه بندي، راشد خان خپل لومړى او دوهم مقام ساتلى

د آى سي سي يا کرکټ نړيوالې شورا له خوا د يو ورځنيو يا پنځوس اوريزو لوبو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي او الراونډر راشد خان پکې خپل لومړى او دوهم مقام ساتلى دى. راشد خان چې د تجارتي ليګونو تر څنګ يې په نړيوالو لوبو کې د افغانستان لپاره هم ستر وياړونه راوړي دي، له تېر کال راهيسې د پنځوس اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه کې لومړى مقام لري، چې په نوې درجه بندۍ کې هم په لومړي مقام دى. همدا راز نوموړى د پنځوس اوريزو لوبو په توپ اچوونکو کې دوهم مقام لري، چې د تېر کال تر څنګ يې سږ کال هم خپل مقام ساتلى دى.

په توپ اچوونکو کې لومړى مقام بيا د هندۍ لوبډلې جسپريت بمرا خپل کړى دى او د نيوزيلانډ ټرينټ بولټ بيا پرمختګ کړى او دريم مقام ته يې ځان رسولى دى. د هند کلديپ يادو بيا څلورم مقام ته کوز شوى او هم د هند يوژويندرا چاهل بيا خپل پنځم مقام ساتلى دى.

په الراونډرانو کې بيا د بنګله دېش شکېب الحسن دوهم مقام ساتلى دى او د افغانستان محمد نبي هم په خپل دريم مقام ولاړ دى. د پاکستان محمد حفيظ په څلورم او د انګلستان معين علي بيا په پنځم مقام دى.

په توپوهونکو کې د تېر ځل په څېر ويراټ کوهلي په لومړي مقام ولاړ دى او ورپسې د هند روهيت شرما، د نيوزيلانډ روز ټېلر، د انګلستان جوى روټ او د پاکستان بابر اعظم په خپلو خپلو مقامونو ولاړ دي.

د لوبډلو په برخه کې بيا انګلستان لومړى مقام ترلاسه کړى دى او د هند لوبډله په دوهم مقام ده. ورپسې نيوزيلانډ، ساوت افريقا، آسټراليا، پاکستان، بنګله دېش، سريلانکا، ويسټ انډيز او د افغانستان لوبډله بيا په لسم مقام ولاړه ده.

همدا راز تر افغانستان وروسته بيا زمبابوې، ايرلېنډ، سکاټلېنډ، يو اې اي، نيپال او د نيدرلېنډز لوبډلې دي.

ياده دې وي چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکى راشد خان په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د توپ اچوونکى په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او تکړه او تېز توپوهونکى حضرت الله ځاځى بيا شپږم مقام ته پورته شوى دى