افغان کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډيز خلاف ټيسټ سیالۍ پيلوي

 افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز پر وړاندې افغان ټیسټ لوبډله ټېسټ اعلان کړه، دا ټیسټ لوبډله به نن/نومبر په ۲۷مه د ویسټ انډيز خلاف سیالۍ ته ښکته شي.

 د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

 د یادولو ده چې په دغه ۱۵ کسیزه لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي چې له منځه یې سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي د ټپ له امله نه دي غوره شوي.

 د ویسټ انډیز پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیليږي چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

یاده دې وي چې ددې ټیسټ سیالۍ وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډيز خلاف د شل اوریزو او یو ورځنېو سیالېو لوبلړۍ ترسره کړې چې د یو ورځنېو سیالېو لوبلړ ویسټ انډيز او د شل اوریزو سیالېو لوبلړ افغان کرکټ ملي لوبډلې خپل کړ.