افغان لوبډله نن د ویسټ انډيز خلاف د شل اوریزو سیالېو لوبلړ پيلوي

ټاکل شوې چې نن ماښام شپږ پجې د افغانستان پر وخت افغان کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف د درې شل اوریزو سیالېو څخه یې لومړۍ یوه پېل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم ددې سیالېو د پېل یوې ته د چمتو والي خبر داری ورکړی دی او ویلي دي چې ملي لوبډله یې سیالې لوبډلې سره د ښې سیالۍ کولو لپاره چمتو ده.

بورډ لیکلي: ((افغان ملي لوبډله به نن د افغانستان پر مهال د ماښام ۶:۰۰ بجې د ویسټ انډیز پر وړاندې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبړۍ په لومړۍ لوبه کې ډګر ته ښکته شي.))

کرکټ بورډ زیاته کړې: ((ملي لوبغاړي د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د لومړۍ شل اوریزې لوبې لپاره د چمتووالی په حال کې))

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډيز خلاف په درې یو ورځنېو کې ماتې ومنلې او د ویسټ انډيز له لوري وایټ واش شوه.