انګلیستان هم افغان لوبډله ماته کړه

ــ تاند

افغان کرکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې تر اوسه هېڅ لوبه ونه ګټله، بېګاه شپه افغان کرکټ ملي لوبډلې د انګلنډ د پنځوس اوریزه سیالېو لوبه وکړه، چې نسبتا نورو لوبو ته ښه وه. د سه شنبې د ورځې (جون۱۸) لوبه د مانچستر د اولډفورټ په لوبغالي کې وشوه. انګلنډ د پچې له ګټلو وروسته د منډو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۳۹۷ منډو لوړ هدف وټاکه. شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل. په دې سیالۍ کې د انګلنډ کپتان این مورګن ۱۴۸ منډې وکړې.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې وکړې او خپله پنځمه لوبه ۱۵۸ منډو وبایلله. دا په نړیوال جام کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي چې کوي يي او اول ځل و چې افغانستان پوره ۵۰ اورونه ولوبول.

په افغان بیتسمینانو کې تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې حشمت الله شهیدي وکړې. رحمت شاه ۴۶ او اصغر افغان ۴۴ منډې وکړې. نن ګلبدین نایب د افغانستان لپاره اوپنېنګ وکړ او په ۳۷ منډو وسوځېده.

اصغر او حشمت په ګډه د شاوخوا ۹۰ منډو ملګرتیا وکړه او دا په دغو سیالیو کې د منډو له پلوه د افغان لوبغاړو تر ټولو ښه ملګرتیا بلل کیږي.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا ګلبدین نایب درې کسان وسوځول او پر راشد خان بیا تر ټولو ډېرې منډې وشوې. هغه په نهو اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې او کوم کس یې هم ونه سوځوه.

د افغانستان شپږمه لوبه د را روانې شنبې په ورځ د (جون په ۲۲مه) له هند سره ده. یاده دې وي چې دې سیالۍ ته افغان ولسمشر هم ورغلی و.