حشمت شهیدي: صحت مې ښه دی او راتلونکو لوبو ته چمتو یم
جعفر هاند
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي حشمت شهیدي وروسته له هغه چې د انګلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره په روان نړیوال جام سیالۍ کې په سروویشتل شو، اوس د خپل صحت څخه ډاډ ورکړ او راتلونکو سیالېو ته یې خپل چمتو والی وښود.
حشمت شهیدي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې د هماغې شیبې کیسه وکړه (زه چې ولګېدم هېڅ پوه نشوم او وغورځېدم. ډېر ګنګس وم، خو څو شیبې وروسته پوه شوم، ژر پاڅېدم ځکه چې مور مې لوبه پر تلویزون کتله او ما ویل چې هغه په تشویش نشي. ډاکټران راغلل زما دستکشونه یې وویستل او راته یې وویل چې له میدان نه څخه ووځه. ما ورته وویل زه ښه یم او لوبه کولی شم. هغه وخت ما ته افغانستان ضرورت درلوده او له میدان نه ونه وتم.)
د انګلنډ سره سیالي که څه هم افغان لوبډلې ونه ګټله، خو شهیدي ښه وځلېده او شاوخوا ۷۰ منډې یې وکړي، شهیدي وویل چې له لوبې وروسته ډاکټرانو معاینه کړه او ډاډ یې ورکړ چې کومه جديستونزه نشته. د انګلنډ د تیز توپ اچوونکي جافرا ارچر یو بال د حشمت شهیدي په سر ولګېده.
حشمت وايي له تېرو ماتو څخه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړي او هڅه به وکړي چې لوبې وګټي. حشمت شهیدي د دغه نړیوال جام په رونو سیالیو کې دوې پنځوسیزې وهلې او ښه ځلیدلی دی. هغه د پاکسان سره د نړیوال جام په تمریني لوبه کې پنځوسیزه کړې وه.
د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ (جون۲۲) له هند سره ده. افغان لوبډلې په نړیوال جام کې تر اوسه هیڅ کومه سیالي نه ده ګټلې او له هند سره لوبه کول د ګټې چانس وخت ثابت کړي.