ثناګل ګلزار
ویسټ انډیز کې میلمه انګلینډ لوبډلې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې وروسته له هغې ستره ماتې وخوړه، چې د کوربه ویسټ انډیزس لوبډلې ۶۲۸ منډو هدف یې پوره نه کړ او د ۳۸۱ منډو په توپیر سره یې لوبه وبایلله.

یاده لوبه د بربادوس ایالت په کېنسېنګټان کرکټ لوبغالي کې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نیټه پیل شوې وه، چې تیره شپه د کوربه ویسټ انډیزۍ لوبډلې په ګټه پاي ته ورسیده.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ وهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۸۹ منډې جوړې کړې، خو د انګلینډ ټوله لوبډله په لومړۍ وار توپ وهنه کې په ۷۷ منډو وسوځېده.

اخوا ویسټ انډیزۍ لوبډلې په خپله دوېیمه پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۱۵ منډې جوړې کړې، چې انګلینډ ته د ۶۲۸ منډو هدف یې وټاکه او د توپ وهنې بلنه یې ورکړه.

د انګلینډ ټوله لوبډله په ځوابیه پاڼۍ کې په ۲۴۶ منډو وسوځېده، چې د ۳۸۱ منډو په توپیر سره یې لوبه وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د ویسټ انډیز لوبډلمشر جاسن هولډر ونومول شو، چې په توپ وهنه کې په دوو پاڼیو ۲۰۷ منډې وکړې او په توپ اچونه کې دوه ویکېټې یې واخیستې.

هولډر په دویم وار توپ وهنه کې د ویسټ انډیز لپاره ۲۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د یادو لوبډلو ترمنځ د درېیو ټیسټ لوبو د سیریز دوېیمه لوبه د پنجشنبې په ورځ پیلیږي