بنګله دیش په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ویسټ انډيز ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه

 د ویسټ انډيز او بنګله دیش تر مینځ تېره ورځ دریمه یو ورځنۍ سیالۍ د بنګله دیش په کوربه توب ترسره شوه. په سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه ویسټ انډیز لوبډلې وکړه او بلنګه دیش ته یې د ‍۱۹۹ منډو هدف وټاکه.

د ویسټ انډيز لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې شای هوف وکړې، نوموړي په ۱۳۱ توپونو ۱۰۸ منډې وکړې.

بنګله دیش لوبډلې یاد هدف په ۳۸ اور کې د ۳ ویکټو په بدل کې ترلاسه کړ. بنګله دیش لوبډلې دغه دریمه یو ورځنۍ سیالۍ په ۸ ویکټو او ۶۹ توپونو وګټله.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې تمیم اقبال وکړې، نوموړي په ۱۰۴ توپونو ۸۱ منډې وکړې، سومیا سرکا بیا ۸۰ منډې وکړې.