هند، نیوزیلنډ ته په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ماتې ورکړه

حضرت عثمان نوري

هند، نیوزیلنډ ته سفر کړی او هلته یې له نیوزیلنډ سره دریمه غیر رسمي لوبه روانه کړې ده. د لوبې پچه هند ګټلې وه او خپله یې توپوهنه غوره کړه.

هند په لومړۍ توپوهنه کې د بریا چانس لیده، ځکه خو یې د توپوهنې پرېکړه هم مثبته وه. د یاد لوبډلې له لورې ایشان ۳۹، انمول پریټ ۷۱، لییر ۲۳، پاڼډي ۵، باوني ۴۸، شانکر ۴۲، پاټيل ۳۱ او ګوتم ۷ منډې وکړې.

هند د ۸ لوبغاړو په سوځېدو د ۵.۵ رنځ ریټ په درلودلو سره ۲۷۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۶ منډو هدف ورکړ.

نیوزلنډ لوبډله د پورته هدف د ترلاسه کولو لپاره د لوبې ډګر ته راښکته شوه، خو لوبغاړو یې د پام وړ توپوهنه ونه کړه او ژر ژر یې لوبغاړي وسوځېدل. د نیوزیلانډ ټولو لوبغاړو ۴۴.۲ اورونه ولوبول او ۴.۵۱ رنځ ریټ په درلودلو سره یې ۲۰۰ منډې یې جوړې کړې او لوبډله یې د هدف په رانیولو کې پاتې راغله. په دې سره هندوستان دغه سیالۍ د ۷۵ منډو په توپير وګټله.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د هند کرکټ ملي لوبډلې نیوزیلانډ ته په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په ۵ ویکټو ماته ورکړې وه او له هغې وړاندې یې لومړۍ سیالۍ هم ګټلې وه. دغه سیریز هند کرکټ ملي لوبډلې ۳ پر صفر وګاټه.