د ویسټ انډيز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ جریان لري

 

حضرت عثمان نوري

نن د (ډيسمبر ۱۱) مه د بنګله دیش د پلازمینه ډاکه میر پور لوبغالې کې کې ویسټ انډيز د کوربه هېواد بنګلدیش پر وړاندې په دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې لوبیږي، د لوبې پچه ویسټ انډيز ګټلې او توپ اچونه کوي.

د بنګله دیش له لورې د توپوهنې لپاره د پېل دوه پياوړي لوبغاړي (مشفق الرحیم او تمیم اقبال) راووتل، دمګړۍ د لوبې ۲۵ اور روان دی او کوربه لوبډله د ۲ لوبغاړي په زیان د ۵.۳۱ رنځ ریټ په درلودلو سره ۱۲۸ منډې لري.

د بنګله دیش له لورې مشفق الرحیم ۹۵ منډې وکړي، تمیم اقبال ۵۰ منډې وکړې. دمګړۍ په لوبه کې ۹ څلوریزې او ۱ شپږیزه وهل شوې ده.

د بنګلدیش له لورې په ننۍ سیالۍ کې دغه لوبغاړي لوبیږي.

لوبډلمشر مشرفي مرتضی، تمیم اقبال، لیټون ډاس، امرو القیس، سومایه سرکار، ویکټ ساتونکی مشفق الرحیم،  شکیب الحسن، محمد الله، مهدي حسن، مصطفیزور رحمان او روب الحسین.

د ویسټ انډير لوبډلې له لورې په ننۍ سیالۍ کې دغه لوبغاړي لوبیږي.

چندرا پول هینراج، شای هوف، ډیرن براو، مارلون سمیولز، شیمرون هیټمېر، رومان پول، روسټن چیس، کیمو پاول، ډوینډرا بیشو، کیمار روچ او اوشان توماز.

د لوبې نور جزیات به وروسته پر لیکه شي.