په ایمرجینګ جام سیالېو کې نن افغانستان عمان ته په ستر توپير ماتې ورکړه

حضرت عثمان نوري

د ۲۰۱۹ کال ایمرجینګ جام سیالېو له لړۍ په ای ګروپ کې نن افغانستان او عمان ولوبېدل، لومړۍ توپوهنه افغان ایمرجینګ لوبډلې وکړه او ۴۹.۵ اورې یې ولوبولې، د افغانستان له لورې نجیب الله ځدراڼ او قیس احمد بهترینه توپوهنه وکړه، نجیب ځدراڼ ۸۳ منډې وکړې چې په دې منډو کې یې لس څلوریزې او دوه سترې شپږیزې شاملې وې، قیس احمد ۶۶ منډې جوړې کړې چې په توپوهنه کې یې ۵ څلوریزې او ۴ شپږېزې شاملې وې. اکرام علي خیل او شاهد الله هم د پام وړ توپوهنه وکړه او ۲۲، ۲۲ منډې یې جوړې کړې. افغان لوبغاړو سیالې لوبډلې ته د ۵.۲ رنځ ریټ په درلودلو سره ۲۵۲ منډې جوړې او د ۲۵۳ منډو هدف یې ورته کېښود.

عمان لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته راښکته شوه او د پېل دوه لومړي توپوهونکي (جټینډر او عاقب الیاس) یې د هدف را کمولو لپاره را ښکته کړل. جټینډر ۳۰ منډې او عاقب الیاس بیا په منډه اوټ شو او په دوه منډو یې خپله ویکټ ابراهیم ځدراڼ ته پرېښوده. وصیم علي ،لالچیتا او محمد ندیم هم د پام وړ توپوهنه ونه کړه او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. وصیم علي ۱ منډه، محمد ندیم ۵او لالچیتا بیا ۱۸ منډې جوړې کړې، مونامچیري میچل د پام وړ توپوهنه وکړه، خو د لوبډلې د بریا لپاره ځای نه نیوه، نوموړي په ۷۱ توپونو ۵۴ منډې وکړې چې ۳ څلورېزې او ۲ شپږېزې یې په لوبه کې شاملې وې.

کلیم الله، بلال او دعمان لوبډلې نورو لوبغاړو ښه توپوهنه ونه کړه او خپل ټول لوبغاړي یې په ۳۹.۵ اورونو کې له لاسه ورکړل. دې لوبډلې په ۳.۵۱ رنځ رېټ سره  ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه افغان ایمرجېنګ لوبډلې د ۱۱۲ منډو په توپیر په خپل نوم کړه.

د دې جام په ای ګروپ کې مخکښه لوبډله د هندوستان ده، هند لوبډلې درې سیالۍ کړي او هېڅ کومه لوبه یې نه ده بایلودې. په دوهم قدم کې سریلانکا لوبډله مخکښه ده او له درې لوبو یې دوه ګټلي دي، په دریم قدم کې افغانستان مخکښه دی او له درې لوبو یې یوازې یوه لوبه ګټلې ده او په څلورم مقام کې بیا عمان لوبډله ده چې له درې لوبو یې هېڅ کومه لوبه نه ده ګټلې.

په بي ګروپ کې بیا پاکستان او بنګلدیش مخکښه لوبډلې دي او له درې سیالېو یې ۲، ۲ ګټلي دي، عربي متحده اماراتو بیا له ۳ سیالېو یوازې یوه سیالۍ ګټلې او هانګ د عمان په څېر هېڅ کومه سیالي نه ده ګټلې.

د یادولو وړ ده چې افغانستان، عمان او هانګ انګ درې هغه لوبډلې دي چې له ایمرجینګ کپ سیالېو بهر شوې.