په ایمرجینګ جام کې نن افغانستان برلاسی دی که عمان؟

حضرت عثمان نوري

نن د ۲۰۱۹ کال ایمرجینګ جام سیالېو له لړۍ په ای ګروپ کې افغانستان او عمان لوبیږي، لومړۍ توپوهنه افغان ایمرجینګ لوبډلې وکړه او پینځه توپه کم پنځوس اورې یې ولوبولې، د افغانستان له لورې نجیب الله ځدراڼ او قیس احمد طوفاني توپوهنه وکړه، نجیب ځدراڼ ۸۳ منډې وکړې چې په دې منډو کې یې لس څلوریزې او دوه سترې شپږیزې شاملې وې، قیس احمد ۶۶ منډې جوړې کړې چې په توپوهنه کې یې پینځه څلوریزې او څلور شپږېزې شاملې وې. اکرام علي خیل او شاهد الله هم غوره توپوهنه وکړه او ۲۲، ۲۲ منډې یې جوړې کړې. افغان لوبغاړو سیالې لوبډلې ته ۲۵۲ منډې جوړې او د ۲۵۳ منډو هدف یې ورته کېښود.

اوس عمان لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته راښکته شوې ده، عمان د پېل دوه لومړي توپوهونکي (جټینډر او عاقب الیاس) را ښکته کړل، جټینډر ۳۰ منډې او عاقب الیاس بیا په منډه اوټ شو او په دوه منډو یې خپله ویکټ ابراهیم ځدراڼ ته پرېښوده. وصیم علي لالچیتا او محمد ندیم هم د پام وړ توپوهنه ونه کړه او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. وصیم علي یوه منډه، محمد ندیم پینځه او لالچیتا بیا اتلس منډې جوړې کړې. دمګړۍ د لوبې ډګر کې د عمان لوبډلې دوه نور توپوهونکي مونامچیري میچل او سوراج کمار شتون لري.

دمګړۍ عمان لوبډله د ۳۵.۱ اورونو په پای ته رسېدا سره ۱۱۳ منډې لري او د پېل شپږ پیاوړې توپوهونکي یې له لاسه ورکړي دي. عمان لوبډله ۱۵.۲ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په شتون کې ۱۴۲ منډو ته ضرورت لري، څو سیالي په خپل نوم کړي.

د لوبې بشپړ راپور به وروسته پر لیکه شي.